په ۳ ولایتونو کې له یو زر او ۹۶ کسانو سره تر ۳۰ میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل، ننګرهار او بغلان کې له یو زر او ۹۶ راستنو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، کابل کې ۳۵۲ کورنیو سره ۳میلیونه ۲۱۸ زره او ۹۶۰ افغانیو او د ۱۰ ډوله خوراکي او غیرخوراکي توکو، ننګرهار کې ۶۶۰ کورنیو سره ۲۵ میلیونه ۶۵۱ زره او ۲۴۰ افغانیو، بغلان کې ۸۴ کورنیو سره یو میلیون ۶۷۲ زره او ۶۵۰ افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري، کابل کې ۵ تنو سره ۷۵ زره افغانیو، بغلان کې ۳۵۳ تنو سره د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۵۷۹ زره ۷۵۰ افغانیو، غور کې ۴۰ بې سرپرستو او معلولو ماشومانو سره د ۶ ډوله خوراکي توکو، یوې روغتیايي او د ښوونځي وسایلو کڅوړې او په فراه کې ۴۲۴ تنو سره ۳۱۸ زره افغانیو مرستې وشوې.