د سرحدي سيمو د خلکو او د نشه يي توکو پروړاندې د مابرزې کمېټې ناسته په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۵:۵۷
جلسه کمیته اتباع، مرزی و مبارزه علیه مواد مخدر در وزارت امور مهاجرین دایر گردید


Bottom of Form

دکډوالو  او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په مشرۍ د سرحدي سيمو د خلکو او د نشه يي توکو پروړاندې د مابرزې کمېټې ناسته تېره ورځ د وږي په ۲۳مه  ترسره شوه.

ددغې ناستې موخه، چې  دبهرنيوچارو ، کورنيوچارو، ماليې، کار او ټولنيزو، د نشه يي توکو پروړاندې دمبارزې، ملی دفاع وزارتونو، د چارو د ادارې عمومي رياست او د تدارکاتو اوشمېرنې ملي ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه په ايران کې دمېشتو ۷۰۰ زرو افغان کډوالو د پېژندپاڼو د پېژندلو چې تر اوسه يې هويت نه و معلوم جوړه شوې ده.

په ياده ناسته کې د هويت پېژندنې د ګرځنده ټيمونو د پرميکانيزم او د يادو کسانو د هويت پېژندنې پرکړنلاره او د ضرورت وړ وسايلو او بوديجې او د اړونده ټيمونو غړوته د ويزې د برابرولو په اړه معلومات ورکړل شو.

د يادو ادارو استازو د چمتو والي يادونه وکړه، چې د ټيمونو د لګښتونو د برابروالي او دبوديجې د پېژندلو لپاره به بېلابېلې ناستې ترسره  او وروستۍ پايلې به يې راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته