د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د آیټي وسایلو، لکه د ډیسکتاپ کمپیوټر، لپټاپ، پرنټر او سرمېزي تلېفون د برابرولو او تدارک قرارداد د ویدا ویرا لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د (68699) جواز لرونکی او د کابل ښار د لسمې ناحیې، قلعه موسی سیمه کې موقعیت لري، د ۲ میلیونه ۴۹۰زره او۵۵۰ افغانیو په مجموعي بیه ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي وګړي، چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې تر پینځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یو ځای په لیکلي ډول، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو امریت ته، چې د واصل اباد په سیمه کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او تر هغه وخته، چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نور قانوني پړاوونه طی مراحل نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.
