په بغلان کې نیږدې له ۳۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
روانه اونۍ په بغلان کې له ۲۷ راستنو شویو کورنیو سره د سرپناه جوړولو په موخه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ له وړاندې د همکارو موسسو په همغږۍ په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پېژندل شوې وې، د یاد وزارت د همکارو بنستونو له لوري ۳ میلیونه او ۳۱۶ زره افغانیو مرسته ورسره وشوه.
د یو بل خبر له مخې، په بغلان کې ۱۲ راستنو شویو کسانو ته کاري وسایل ووېشل شول.
دغو کسانو د خیاطۍ په برخه کې شپږ میاشتنۍ حرفوي زدهکړې کړې وې، تر زدهکړو وروسته د یاد وزارت د همکارې موسسې له لوري د خیاطۍ وسایل ورکړل شول.