دایکندي ولایت کې د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پلي کولو په اړه ناسته وشوه

anwari_morr

تېره ورځ په دایکندي کې د دایمي مېشتېدنې ولایتي کمېټې غړو په شتون کې د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پلي کولو په اړه ناسته وشوه.
پیل کې د یاد ولایت مهاجرینو چارو امر د فرمان پلي کولو، د دایمي مېشتېدنې برنامو او راستنېدونکو ته د بنسټیزو خدمتونو برابرولو چټکتیا په اړه خبرې وکړې.
بیا د کمېټې غړو لاندې پرېکړې تصویب کړې، چې پکې د نیلي ښاروالۍ په همکارۍ د کډوالو ښارګوټي د سړکونو د کارونو بیا پیل، د کرنې ریاست او مهاجرینو چارو امریت ترمنځ په همغږۍ د درېیم نمبر ښارګوټي د ځمکې ټاکل او لېږد، د ځمکو د نومرو ارزول او د مناسبې حل‌لارې وړاندې کول، د کډوالو ښارګوټي پاتې ساحو ته د اوبو رسول، له موسسو او خیریه بنسټونو سره همکاري شامل دي.
په پای کې ګډونوالو د یاد فرمان د ښه پلي کېدو پر اړتیا، د دایمي مېشتېدنې پر چټکتیا او د ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او د کډوالو د دایمي مېشتېدنې موخې ترلاسه کولو لپاره د هر اړخېزې همکارۍ ژمنه وشوه.