د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په لغمان کې سیند ته د کډوالو د موټر د لویدو په وروستۍ پيښه کې د شهیدانو او ټپيانو د کورنیو له سرپرستانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نقدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۵۷
-

په ناسته کې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو د استازو او غړو سربـــېره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت مرستیال ملا امین جان عمري او د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د کوچیانو د چارو عمومي رئیس مولوي بصرصاحبزاده هم برخه لرله.
د ناستې په پیل کې د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د شهیدانو کورنیو ته فاتحه وشوه او ورپسې محترم مولوي عبدالکبیر ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او کورنیو ته یې د صبر دعا وکړه.
محترم وزیر د خبرو پر مهال یاده پېښه خواشینونکې وبلله او د یادو کورنیو په غم کې یې ځان شریک یاد کړ، د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا چې په سیمه کې د دغې پېښې د قربانيانو له ډلي وروستی جسد نن د مسوولینو لخوا موندل شوی او کورنۍ ته به یې وسپارل شي.
محترم وزیر د تېرو دوه جهادي دورو پر مهال د افغانان مهاجرت ویاړلی یاد کړ او زیاته یې کړه، په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت پر مهال د افغان کډوالو بېرته راستنېدول هم د ویاړ سبب دی.
محترم مولوي عبدالکبیر د راستنېدونکو لاس نیوی او د هغوی خدمت د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي.
دغه راز د حاضرو مهاجرینو استازو د پېښې پر مهال او د هغوی د ستونزو په حل کې اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د حکومت مشرانو ورسره په وخت خواخوږي او لاس نیوی یې کړی دی.  
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او ټپیانو له کورینو سره نقدي، د خوراکي توکو او سرپنا مرسته وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د کابل په کډوالو ښارګوټي کې نوی مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړېږي


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي عبدالرحمن راشد پر مشرۍ، په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر بولي سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیا کې بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش برنامه کې ګډون وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالكبير پکتیا ته د سفر په ترڅ کې، بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل، چې. . .

بېرته خبرونه ته