په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو، سترې محکمې او استخباراتو ریاست د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه خبرې وشوې، د اړوندو وزارتونو استازو د یادې مسودې د پیاوړتیا او اصلاح په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
ښاغلي راشد ټینګار وکړ، چې دغه قانون باید د کډوالو د شرعي او اسلامي حقونو په پام کې نیولو سره هغوی ته د پناه غوښتنې حق او ملاتړ زمینه برابره کړي.
ټاکلې ده، چې په ناسته کې وړاندې شوي نظرونه د پناه غوښتنې قانون د نهايي کولو او تصویب په برخه کې وکارول شي.
د یادونې ده، چې د پناه غوښتنې دغه مسوده د یاد وزارت د کمېټې او اړوندو ادارو له لوري نهایي شوه او ژر به عدلیې وزارت ته ولېږل شي.
