د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۴۴ تنه افغان کډوال، چې د استوګنيزو سندونو د نه لرلو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په دغې ډله کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې ۲۳۲ تنه د تورخم او ۱۱۲ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
د لېږد امریتونو د مسوولینو په خبره، یاد کسان د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ژمن دی، چې د تازه راستنېدونکو د ملاتړ او د هغوی ژوند ښهوالي لپاره لازم اقدامات وکړي.