د اسلام اباد د مهاجرینو اشته: اسلامي امارت د هغو سوداګرو او صنعتګرو مالیاتي تعرفې معاف کړي، چې هېواد ته راستنېږي
پورته ټکی په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو اشتې په خپل کاري دفتر کې، د راولپنډۍ له مېشت افغان صنعتګر سره په لیدنه کې بیان کړل
پیل کې نوموړي ته د پانګې لېږد، تخنیکي ماشینونو، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش، مالیاتي معافیت په برخو کې د هغه د غوښتنو او شته خنډونو او همدارنګه د هغو سودارګرو او کسبګرو اړوند، چې هېواد ته د خپلې پانګې د لېږد اراده لري، د اسلامي امارت د صادرې شوې پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل شول.
په دغې ناسته کې پر دې ټينګار وشو، چې د افغانستان اسلامي امارت هېواد ته د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتګرو مالیاتي تعرفې معاف کړې او د پانګې حجم ته په کتو، ټول امکانات او استانتیاوې یې د هغوی په واک کې وړکړي.
د مهاجرینو اتشې د صنعتګرو د توکو لېږد په برخه کې د رسمي مکتوبونو د صدور څرنګوالي او کړنلارې په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
افغان صنعتګر وړاندې شوی لارښود ارزښتمند او د اسلامي امارت ملاتړې برنامې یې د ستاینې وړ وبللې.