د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره په ګډه غونډه کې د ایران په مشهد ښار کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې

anwari_morr

د غويي په ۱۳ مه د ایران په مشهد ښار کې د کډوالو ستونزو حل او خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغانستان د سیاسي استازولۍ او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د افغانستان جنرل کونسل نور احمد متوکل، د مهاجرینو چارو اتشې مولوی صدیق الله نصرت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس ښاغلي دانا نجایا باتري ترمنځ ناسته وشوه.
په دې غونډه کې، د کوربه هېواد د امایش کارټ د نوي کولو لپاره د درنو لګښتونو، د ځانګړو او بېوزلو ناروغانو ستونزو، د زده‌کونکو ستونزو او د کډوالو قانوني او اداري ستونزو په اړه بحث وشو.
ښاغلي دانا نجایا باتري د مسایلو له طرحې او منظم تعقیب څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه کمېشنرۍ به مطرحه شوي موضوعات د اداري محدودیتونو او اصولو په چوکاټ کې تعقیب کړي او اړینه ده چې اړوند موارد په ګډه وڅېړل او د مناسبو حل‌لارو موندلو هڅه وشي.
دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ، چې د همغږۍ په موخه ناستو او د موضوعاتو تعقیب ته دوام ورکړي، چې پکې د کارټ د تمدید لګښت کمول یا غوره مدیریت امکان ارزول، ځانګړې پاملرنه، ځانګړو او سختو ناروغانو ته رسېدنه او د محصلینو چارو اسانه کول شامل دي او د افغان کډوالو وضعیت ته پر لاښې رسېدنې ټینګار وشو.