په ۵ ولایتونو کې تر ۴۰۰ زیاتو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل، پکتیکا، میدان وردګو، سرپل او بغلان ولایتونو کې له ۴۵۹ بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د نغدي، روغتیايي، خېمو او کالیو کڅوړو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دغه وزارت د دویمو واحدونو تر پېژندلو وروسته، د امارتي ادارو او د همکارو موسسو له لوري، کابل کې ۱۵۰ کورنیو سره یو میلیون ۵۹۷ زره ۵۰۰ افغانیو، میدان وردګو کې ۱۳۶ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو، سرپل کې ۲۸ کورنیو سره ۳۵۳ زره ۸۰۰ افغانیو، پکتیکا کې ۲۰ کورنیو سره د ۲۰ خېمو او بغلان کې ۱۲۵ کورنیو سره د اغوستلو کالیو کڅوړو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، بدخشان کې د مهاجرینو چارو ریاست تر پېژندلو وروسته، د دغه وزارت د همکارې موسسې له لوري، له ۴۹ کورنیو سره ۶۶۹ زره ۸۰۰ افغانیو مرسته وشوه.