نږدې ۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ کې د پاکستان له مختلفو بندخونو ۴۹۱ تنه افغان کډوال ازاد شول، چې د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاستونو د لېږد امریتونو د راپورونو له مخې، ۳۷۹ تنه د تورخم او ۱۱۲ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
په دغې ډله کې کورنۍ او مجردان شامل او د استوګنیزو سندونو د نه لرلو له امله بندیان شوي وو، چې تر ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته اصلې سیمو ته ولېږدول شول.