تر ۵۰۰ زیات بندي افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr
_

په روانه اونۍ کې ۵۲۷ افغان کډوال، چې د پاکستان په بندخونو کې بندیان وو، د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د تورخم او سپین بولدک لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۴۸۷ تنه د تورخم او ۴۰ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شول.
دغه کسان په استوګنیزو سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وي، چې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.