د اشرفيه مدرسې علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او له تعلیمي ادارو سره یې د اسلامي امارت ملاتړ وستایلو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۰
ـ

راغلو مدرسینو یادونه وکړه، چې په هېواد کې د علماوو د هڅو او حکومت د ملاتړ په پایله کې ځوان نسل ته د تعلیم ښه زمینه چمتو شوې ده.
دوی د خپلو خبرو پر دوام په خوست کې د اشرفیه مدرسې ځینې وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو ته ښه راغلاست وویل او  د دیني زده کړو په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې ولس ته خدمت د اسلامي نظام مسوولیت دی او شته امکاناتو ته په پام د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د اشرافیه مدرسې وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وک
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اشرفيه دینې مدرسې له څو تنو مدرسینو سره وکتل
۱۴۰۴ سلواغې ۲۸
د اشرفيه مدرسې علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او له تعلیمي ادارو سره یې د اسلامي امارت ملاتړ وستایل.
راغلیو مدرسینو یادونه وکړه، چې په هېواد کې د علماوو د هڅو او حکومت د ملاتړ په پایله کې ځوان نسل ته د تعلیم ښه زمینه برابره شوې ده.
دوی د خپلو خبرو پر دوام په خوست کې د اشرفیه مدرسې ځینې وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو علماوو ته ښه راغلاست وویل او  د دیني زده کړو په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې ولس ته خدمت د اسلامي نظام مسوولیت دی او شته امکاناتو ته په پام د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د اشرافیه مدرسې وړانديزونو ته د رسېدنې یادونه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۰
Background image

په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې له لسګونه بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د هڅو پر دوام، د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د خوراکي توکو د مرستو وسش په لړۍ کې دا ځل ګڼ شمېر راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د مرستو دغه. . .

بېرته خبرونه ته