د پاکستان له بندخونو ۳۴ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۴ تنه افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت د راپور له مخې، یاد کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې په یاد امریت کې تر ثبت او بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.