سمنګان کې مهاجرینو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه

anwari_morr
-

تېره ورځ په سمنګان کې د والي او یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو په شتون کې مهاجرینو ته د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د سمنګان والي ملا محمد شعیب رسالت وویل: په تېرو څه باندې څلور لسیزو کې افغانانو له هېواده بهر هجرت وکړ او اوس چې په هېواد کې امنیت تامین شوی، مهاجرین بېرته هېواد ته راستنېږي، چې له نېکه‌مرغه نن د هغوی ته د استوګنې نومرو د وېش شاهدان یو.
 نوموړي څرګنده کړه: دغه نومرې د دایمي مېشتېدنې کمېټې تر نظر لاندې وېشل کېږي، مسوولین هڅه کوي چې په ښارګوټو کې سړکونه، د څښاک اوبه، ښوونځي، جوماتونه او نور بنسټیز کارونه ترسره کړي.
وروسته د نمونې په توګه د ښاغلي والي او ولایتي رییسانو له لوري یو شمېر راستنو شویو ته د ځمکو اسناد ورکړل شول.