د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې له معین شیخ عبدالرحمن منیر سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۴
_

په دې ناسته کې، چې په هېواد کې د نشه یې توکو د کښت د مخنیوي او نه کارونې په اړه خبرې وشوې، شیخ عبدالرحمن منیر وویل، چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او پر وخت پرېکړې د نشه يي توکو د کښت د لمنځه تلو او نه کارونې سبب شوې دي.
ښاغلي منیر زیاته کړه، چې د نشه يي توکو د نه کارونې او نه کرلو په برخه کې د دیني عالمانو او رسنیو ونډه خورا اغېزمنه ده او په وینا يي، چې روان کال د نشه يي بوټو د کښت کچه صفر ته راښکته شوې ده.
د ناستې پر دوام ښاغلي معین په راستنو شویو هېوادوالو کې د روږدو کسانو پېژندنه او د هغوی پر درملنې سربېره د ځوان نسل اړوند ځینې مشورې او موضوع ګانې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې د کورنیو چارو وزارت هڅې وستایلې او د لاښه مدیریت لپاره یې د امنیتي ادارو خپلمنځي همغږي اړینه وبلله.
محترم وزیر د راستنو شویو ځوانانو روزنه او د روږدو کسانو درمنله اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په دغې برخه کې مهم ګامونه اخیستې دي او تمه کېږی، چې راستانه شوي ځوانان له ارزښتونو سره ژر بلد شي. محترم مولوي عبدالکبیر شریکې شوې موضوع ګانې مهمې وبللې او ورته د رسېدنې یادونه یې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۲۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د عامه ادارې د وضعیت په اړه علمي څېړنیز پروګرام ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د ملکي خدمتونو د ریاست له لوري د افغانستان اداري وضعیت په اړه یو شمېر امرینو او مدیرانو ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کمک های انساني او بشر دوستانه برای اقدام پایدار در افغانستان موسسو سره د ۳۱۸ زره او  ۶۴۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

بېرته خبرونه ته