په مهاجرینو چارو وزارت کې د راستنو شویو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک) فعال شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۸
-

په مهاجرینو چارو وزارت کې د دغه وزارت د مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک)  فعال شو.
ښاغلي راشد دغه کار مهم وبلل او ویې ویل: د دغه سیسټم له فعالېدو سره سم به د مهاجرینو د نوم اصلاح او نورو فردي مشخصاتو کې شته ستونزې په چټکۍ سره حل شي.
نوموړي وویل: هڅه کوو، چې دغه سیسټم په ولایتونو کې هم فعاله کړو، تر څو راستنېدونکي په اسانۍ سره خپلې ستونزې حل کړي.
د یاد وزارت د تحقیق او معلوماتو رییس سید کامران جان مخلص وویل: دغه وزارت د ځنډ مخنیوي او د کاري پروسې ساده کولو لپاره پرېکړه کړې، تر څو هغه راستانه شوي چې فردي مشخصات یې اصلاح ته اړتیا ولري، همدلته ثبت او بایومیټریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد سیسټم تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت کې فعال و، چې د مهاجرینو وزارت په هڅو، د کاري پروسو د اسانولو په موخه دغه ورازت ته راولېږدول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته