په ۹ ولایتونو کې نږدې له ۵ زرو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

روانه اونۍ په کابل، بلخ، سمنګان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، میدان وردګو، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې له ۴ زره ۹۹۵ بېځایه شویو، راستنو شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې له ۲۲ کورنیو سره ۳۳۶ زره ۶۰۰ افغانۍ، میدان وردګو کې ۱۰۰ کورنیو سره پینځه، پینځه کمپلې او د ژمنیو توکو کڅوړې، ننګرهار کې ۳۵۲ کورنیو سره ۵ میلیونه ۴۸۳ زره ۷۰۰ افغانۍ، کاپیسا کې زرو کورنیو سره ۱۳ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو، پکتیکا کې ۹۵۳ کورنیو سره ۱۲ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو، جوزجان او بدخشان کې ۲ زره کورنیو سره ۵ قلمه خوراکي توکو، بلخ کې ۵۲۰ کورنیو سره ۵ میلیونه ۳۳۰ زره افغانۍ او سمنګان کې ۴۸ کورنیو سره د یوې یوې خېمې او د ژمنیو کلیو یوې یوې کڅوړې مرسته وشوه.