په څلورو ولایتونو کې له نږدې ۲ زره کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

روانه اونۍ د همکارو بنسټونو له لوري په دایکندي، بادغیس، بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې له یو زر۹۳۳ بېځایه شویو، راستنو شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره مرسته وشوه.
د یادو ولایتونو د راپورونو له مخې، دایکندي کې ۳۱ کورنیو سره ۹۵۸ زره ۸۳۰ افغانۍ، بادغیس کې له ۳۰۲ کورنیو سره ۷ میلیونه ۹۸۵ زره ۸۲۸ افغانۍ، بغلان کې ۵۰۰ کورنیو سره درې درې کمپلې او یوه یوه د ژمنیو کالیو بستې، میدان وردګو کې یو زرو ۱۰۰ کورنیو سره ۱۳ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
همدارنګه باغیس کې د همکارو بنسټونو له لوري ۵۰ تنو مېرمنو سره ۹۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.