په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسې د اسانولو یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۲۱:۰
_

د اداري پروسې د اسانولو دغه یو ورځنی ورکشاپ د یاد وزارت د مالي او اداري معین، مرکزي رییسانو، د بېلابېلو برخو امرانو او مدیرانو په شتون کې تر سره شو.
په پیل کې مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني د دغې برنامې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: اداري پروسې باید اسانه شي، تر څو ستونزې کمې شي، مراجعین خپلې موخې ته ورسېږي او باید له هغوی سره غوره چلن وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اداري پروسې د اسانولو له امله د اداري فساد مخنیوی کېږي او چارې په پوره روڼتیا تر سره کېږي.
وروسته د پلان او پالیسي رییس مولوي محمود الحق احدي د اسلام مبین دین له نظره د ننني ورکشاپ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: هر مسوول باید غوره تدبیر ولري، هره اداره مکلفه ده، چې کارونه له اسلامي اصولو سره سم اسانه کړي، په ځانګړې توګه د مهاجرینو چارو وزارت، چې له بېوزلو مهاجرینو سره سروکار لري.
هغه وویل: د کارونو اسانه کول باید دیني اصولو پر بنسټ وي، له بیت المال سره احتیاط وشي. اداري واک یو مسوولیت او په هغه کې لټي کول خیانت دی. د کارونو په اسانه کولو کې عدالت او نصاف شته، له مراجعینو سره دې له توپیره پرته چلن وشي، هغوی ته دې ښه خدمتونه وړاندې شي، تر څو په ادارې د خلکو باور نور هم زیات شي.
همدارنګه د پلان او پالیسي ریاست د پلان امر حکمت الله رحیمي په یو پرزینټېشن کې د پروسې اسانولو د ګټو او نورو اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کمک های انساني او بشر دوستانه برای اقدام پایدار در افغانستان موسسو سره د ۳۱۸ زره او  ۶۴۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

بېرته خبرونه ته