د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۴
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون او د سرتاسري امنیت له تامین څخه خوښي وښوده. هغوی وویل، چې په هېواد کې د اسلامي نظام او امنیت په راتګ سره د افغانستان په تاریخ کې نوې پاڼه پرانستل شوه او دا د ټولو هېوادوالو مسؤولیت دی چې د دې اسلامي نظام په ساتلو کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
یادو علماوو او قومي مشرانو دغه راز د خپلو ولسوالیو د اوسېدونکیو ستونزې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې په دې ولسوالیو کې اساسي پروژې عملي شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د راغلو علماوو او قومي مشرانو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت د هېوادوالو په چوپړ کې دی.
هغه ډاډ ورکړ، چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته به ځانګړې پاملرنه وشي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به اساسي پروژې عملي شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته