په مهاجرینو وزارت کې تر ۳۰۰ زرو زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو
په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له هیات ناروې نړۍوالې موسسې سره د ۳۱۰ زره ۸۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړهلیک له مخې، دغه پیسې په فاریاب کې ۲زرو او ۲۳۱ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د روغتیايي کڅوړو، د قضیو مدیریت او راجع کولو په برخه کې لګوي.
