تر څلور سوه زیات افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
په روانه اونۍ کې ۴۰۳ تنه افغان کډوال د عراق او پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او نیمروز د کډوالو ریاست د لېږد امریت د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه ۴۰۰ تنه افغان کډوال، چې د بند موده یې دوه میاشتې وه، د سپین بولدک له لارې او درې تنه کډوال له عراق څخه، چې د بند موده یې له ۵ تر ۸ میاشتو وه، د نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شول.
یاد کسان د سپین بولدک او نیمروز د کډوال په لېږد امریت کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته ولېږدول شول.