بغلان کې د یوه ښوونځي جوړېدو چارې پیل شوې

sadam_morr
-

د لړم په ۲۴ مه د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ صیاد کلي کې د یوه ښوونځي جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه ښوونځی چې ۸ درسي خونې لري، په ۸ میاشتو کې به د بغلان کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست سره په همغږۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د ۲۷۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شي.
د یادولو ده، چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د صیاد او نږدې کلیو کې راستنو شویو او کورني بېځایه شويو ته د زده کړو زمینه برابره شي.