ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (IRC)موسسې له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته و شوه.
يادې کورنۍ چې د شيرزادو او خوګياڼو ولسواليو څخه دجګړو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د وږي په ۴مه هرې کورنۍ سره د ۶۰۰۰ افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.