زابل کې درې ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

sadam_morr
_

تېره ورځ د زابل مرکز په خرواریان، باوري او کاکړان سیمو کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د درېیو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د زابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو امر مولوي عبدالغني احسان د دغو ښوونځیو جوړېدل د زده کړو پیاوړتیا او د کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړیز چاپیریال په رامنځته کولو کې ګټور ګام یاد کړ او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له همکارۍ او هڅو مننه وکړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي خبرې وکړې او ویې ویل: دغه ښوونځي د یادې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د یو میلیون ۲۴۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي، چې په هر ښوونځي کې ۱۲ او ۱۶ درسي ټولګي، کتابتونونه، اداري خونې، مجهز تشنابونه، سپورټي امکانات او زده کړیز وسایل شته.