په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو
په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د کنسرن جهاني موسسې سره د ۱۶۵ زره ۱۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې به یاده موسسه دغه پیسې په تخار ولایت کې پر ۴۱۰ راستنو شویو او کوربه ټولنو باندې د نغدي مرستو په برخه کې په لګښت رسوي.
