د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
ـ

په تېره اونۍ کې په کابل، بغلان، سرپل، تخار،  ارزگان، بادغیس او فراه ولایتونو کې له ۸۶۴ راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
د دویمي واحدونو د راپورونو له مخې د کډوالو ریاستونو له لوري د یادو کورنیو د سروې او پېژندنې وروسته د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې له ۸۳ کورنیو سره یو میلیون ۲۰۸ زره ۵۰۰ افغانۍ، بغلان کې له ۹۵ کورنیو سره ۹۱۷ زره ۵۰۰ افغانۍ، په سرپل کې ۴۳ کورنیو سره ۵۹۵ زره ۳۰۰ افغانۍ، ارزګان کې ۵۰۰ کورنیو سره یو قلم خوراکي توکي، تخار کې ۲۴ کورنیو سره ۵۴۰ زره ۲۰۰ افغانۍ، بادغیس کې ۴۱ کورنیو سره ۵۱۱ زره افغانۍ او فراه کې ۷۸ کورنیو سره ۵۴۲ زره افغانۍ او د پخلنځي توکو، ژمنيو کالیو، کمپلو او د ترپالونو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې د کډوالو وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې۲ زره ۵۶۱ کسانو ته ۱۵ میلیونه ۴۲۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ او د ماشومانو او شېدو ورکوونکو میندو لپاره د غذايي توکو کڅوړې ورکړل شوې. په لغمان کې ۵۳ تنو ته ۷۹ زره ۵۰۰ افغانۍ، جوزجان کې ۱۰۰ تنو ته ۹۹۰ زره افغانۍ، تخار کې ۸۰ تنو ته ۷۹۲ زره افغانۍ او په خوست کې ۱۰ کسانو ته ۱۲۶ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.