د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
-

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په نورستان کې د کډوالو شمېر ته په کتو د هغوی د ژوند وضعیت په مناسب حالت کې دی او د اسلامي امارت لخوا ورسره اړینې مرستې شوې دي.
ښاغلي مختار په نوروستان کې د کډوالو اړوند ځينې وړاندېزونه او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
همدارنګه د کوچیانو د چارو د سمون عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده په لرې پرتو سیمو کې لومړنیو خدماتو ته د کوچیانو لاس رسي ته په اشارې سره وويل، چې یو شمېر راستانه او داخلي بېځایه شوی لومړنیو خدماتو ته اړتیا لري او وړاندېز یې وکړ چې د اسلامي امارت اړوند ادارې دې د کوچیانو او کورني بېځایه شوو د ستونزو حل ته اقدام وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو ستونزو ته رسیدنه یې د اسلامي امارت له لومړیتوبو څخه یاده کړه او یادونه یې وکړه، چې د حکومت امکانات د کډوالو او بیځایه شوو په خدمت کې دي.
محترم وزیر شوو وړاندېزونه ته رسیدنه اړینه وبلله او د ستونزو د حل یادونه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته