په سرپل ولایت کې د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي پروګرام تر سره شو
د تلې میاشتې له ۱۲ مې نیټې څخه تر ۱۶ نیټې پورې په سرپل ولایت کې د مهاجرینو چارو آمریت له لوري د افغانستان د پراختیا لپاره د خیریه ادارې (ودان) په همکارۍ ۹۱ تنو راستانه شویو او اړمنو کورنیو ته د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي پروګرام تر سره شو.
یاد پروګرام د دغه ولایت د سید آباد ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې جوړ شوی وو او کډون کوونکو ته د رواني روغتیا په اړه اړین پوهاوی ورکړل شو.