کډ‌والو چارو وزير  د ترکيې له سفير سره د افغان کډوالو وضيعت په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۹:۳۳
وزیر امور مهاجرین با سفیر ترکیه در رابطه به وضعیت مهاجرین افغان صحبت کرد

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ليندۍ په ۷مه په کډوالو چارو وزارت کې په کابل کې د ترکيې له سفير اوزان ارطغرل سره په هغه هېواد کې دافغان کډوالو وضعيت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بلخي په افغانستان کې دترکيې هېواد دهمکاريو مننه وکړه  په ځانګړي توګه د ودانيو په برخه کې.  دکار د پرمختګ دکډوالو د مديريت  دګډې اغلامې د لاسليک او ترکي ته  دکاګرو کډوالو دلېږد هوکړه ليک دپرمختګ په اړه يې څرګندونې وکړې ويې ويل، چې د دواړو هېوادونو تخينکي ټيمونودکډوالو مديريت  د اغلامې متن نهايي کړی؛ خو تر اوسه لاسليک شوی نه دی

هغه زياته کړه، چې د ترکيې د کورنيوچارو  وزير سره دهغه هېواد لپاره د ويزې غوښتنليک اسانولو په اړه يې خبرې کړې وې خو تر دې دمه د ترکيې په سفارت کې څرګنده نه شوه. له يوې خوا دويزو په اخيستوکې د اسانتياوو رامنځ ته کول دګټې اخيستونکو د استخراج مخه ونيسي او له بلې خوا به دقانوني کډوالۍ په برخه کې يو اغېزمن ګام.

نوموړي وويل، په دې وروستيو کې د کډوالۍ پراخه پاليسي يې نهايي کړې او په دغه پالېسۍ کې يې د نا منظمې او غيرقانوني کډوالۍ په مخنوي ټينګار کړی.

همدارنګه عالمي بلخي ټينګار وکړ،چې د ترکيې څخه دافغانانو د راستنېدو پروسه بايد اداره شي ترڅو ټول راستنېدونکي په  هوايي ډګر کې دهغه پيسو څخه برخمن شي چې د نړيوال سازمان له لورې وېشل کېږي. 

په کابل کې دترکيې سفير کډوالو مديريت دګډې اغلامي په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې دغه اعلاميه دهغه هېواد دکډوالو په اداره کې د ارزونې په حالت کې قرار لري؛ د ترکيې سفارت د کډوالو چارو وزارت ټولې غوښتنې انقرې ته لېږلي او دهوکړه ليکونو د کار د پرمختګ او نورو مطالبو په اړه يې وزارت ته معلومات ورکړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې کډوالو چارو وزارت سره د دفتري وسايلو مرسته وکړه

د دفتري وسايلو د سپارلو سند د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  سرپرست  وزير په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رئيسې ميرمن بيورن کرولاين سره لاسليک کړ.

کډوالو او راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کډوالو چارو  وزارت سرپرست؛دکابل مموزي ګډوالو ښارګوټي ستونزې به ژر ترژر حل شي

په هغه ناسته کې چې د کابل مموزي ګډوالو ښارګوټي د ستونزو دحل په موخه جوړه شوې وه، نورحمن اخلاقي د کډالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سرپرست او نوماند وزير ټينګار وکړ چې دغه ستونزه به ژر تر. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان په تحصيلي برسونوکې په سلوکې ۲۰ سلنه افغان کډوالو ته ورکول کېږي

دغه  ناسته چې د تېرې شنبه په ورځ د وږي په ۲۹مه په کډوالو چارو وزارت کې د بهرنيو چارو وزارت، لوړو زده کړو وزارت اود  ازموينو دملي ادارې استازو په شتون کې جوړه شوې وه  په پاکستان کې د. . .

بېرته خبرونه ته