کډوالو چارو وزير دهرات والي سره د ځمکو وېش پروسې په اړه خبرې وکړې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت څېړلو په موخه هرات ولايت ته سفر وکړ او ليندۍ په ۱۸مه يې د هرات والي سره يې د ځمکو وېش پروسې په اړه خبرې وکړې.
په دغه ليدنه کې د ځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت مرستيال، دهرات ولايت دوالي مرستيال،ښارجوړونې رئسانو، چاپيريال ساتنې او دکډوالو چارو رياست استازو شتون درلود؛ دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د ځمکو دوېش او دنومليکنې پروسې په اړه غوښتونکو ته معلومات ورکړل ويې ويل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ۳۰۵ ګڼه فرمان دوه اساسي عنصره،چې يويې دځمکو دپېژندلو کمېسېون او بل يې اړمنوته دځمکو دوېش کنسرسيوم دی.دځمکې پېژندنې کمېسېون په سرکې د ځمکو اصلاح او ښارجوړونې وزارت او ۱۹ نورې دولتي ادارې دي.
د ځمکې پېژندنې کنسرسيوم په سرکې د کډوالو چارو وزارت دی، همدارنګه څلور دولتي ادارې، دځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت، دمرکز شمېرنې او د سيمه اييزو ارګانونو ادارې په ګډون درې نړيوالې ادارې ، يوآن هبيتات، کډوالۍ نړيوال سازمان IOM او د ملګروملتونو د کډوالو اداره UNHCR په دغه کنسرسيوم کې غړيتوب لري،چې ددوی وظيفه ځمکې ترلاسه کولولپاره د مستحقينو پېژندل دي. دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير زياته کړه، چې د فرمان دپلي کولو او د زياتې همغږۍ په موخه په ولايتونوکې دهمغږۍ کمېټه د والي په مشرۍ جوړه شي.
دهرات والي عبدالقيوم رحمي د کډوالو چارو وزير دهڅو مننه وکړه او راستنېدونکو اوبېځايه شوو ته يې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دهر راز همکاريو ژمنه وکړه.