کډوالو چارو  وزارت سرپرست؛دکابل مموزي ګډوالو ښارګوټي ستونزې به ژر ترژر حل شي

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۴:۴۵
3

په هغه ناسته کې چې د کابل مموزي ګډوالو ښارګوټي د ستونزو دحل په موخه جوړه شوې وه، نورحمن اخلاقي د کډالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سرپرست او نوماند وزير ټينګار وکړ چې دغه ستونزه به ژر تر ژره حل شي.

د کابل مموزي دکډوالو ښارګوټي يوشمېر اوسېدونکو او د ځمکو مالکانو د زورواکو لخوا د ځمکو د غصب اود نمرو دوېش د ځنډ له امله شکايت وکړ او د ناستې په ګډونوالو يې غږ وکړ چې ددغې ستونزې دحل او همدارنګه په ښارګوټي کې  زير بنايي کارونه پلي کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سرپرست دخلکو د حقونو په خوندي کولو ټينګار وکړ ويې ويل، موږ هڅه کو،چې  دا ستونز ژر ترژره حل کړو. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه،چې  د کډوالو چارو وزارت، دښارجوړونې او ځمکو د اصلاح ادرې، دمرکزي زون د پراختيا رياست او د ولسي جرګې د شکايتونو کمېسېون يوه ګډه کمېټه جوړه کړي ترڅو مسله وڅېړي او د ځمکو دوېش پروسه بيا شروع کېدو ته اسانه کړي. سرپرست وزير د وزارت د پلټڼې رئيس ته دنده ورکړه چې د مموزي ښارګوټي ستونزه په دوه اونيو کې دقيقه توګه وڅېړي.

دغه ناسته د وږي په ۳۰مه ولسي جرګې د شکايتونو کمېسېون کې جوړه شوې وه،چې پکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير، دښارجوړونې او ځمکو د اصلاح ادرې، دمرکزي زون د پراختيا رياست او د مموزي ښارګوټي يوشمېر استازو په شتون درلود.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته