کډوالو وزارت يوشمېر نويو رئيسانو او حقوقي سلاکار پر کار پيل وکړ

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۷:۲۶
____________

د ډيپورت شوو ، د مرستو د همغږۍ او د نظارت او ارزيابۍ رئيس او حقوقي سلاکار چې د ازادې سيالۍ له لارې په دغه بست کې مقرر شوی و په يوې رسمي ناستې کې کارکوونکو ته ور وپېژندل شول او کارونه يې پيل کړل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي نوو مقرر شوو رئيسانو او حقوقي سلاکار ته د نوې دندې مبارکي وويل او په کډوالو وزارت کې يې د کادري خلکو پر مقررېدو خوښي وښوده.

په ورته وخت کې نويو رئيسانو او حقوقي سلاکار ژمنه وکړه چې د ګډو موخو او خلکو د خدمتو کولو په برخه کې به هڅې کوو.

حزب الله صابري دکډوالو وزارت حقوقي سلاکار ، ولي الله قريشي د مرستو د همغږۍ رئيس ، محمد نادر شفيق د ډيپورت شوو رئيس او محمد همايون نور د نظارت او ارزيابۍ رئيس هغه خلک دي چې د ازادې سيالۍ له لارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمېسيون له لارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تشکيلاتو کې اضافه شول.

ذکر شوي رياستونه د ۱۳۹۹ کال په اخره کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تشکيلاتو کې ايجاد شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

بېرته خبرونه ته