کډوالو وزارت د ظرفيتونو لوړونې برنامه وڅېړل شوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۴:۲۰
____________

د وري په ۲۲مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ظرفيتونو لوړونې برنامې د څېړلو سربېره ځانګړی ورکشاپ جوړ او په پرې خبرې وشوې.

په دغه ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د وزارت يوشمېر مرکزي رئيسانو، د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) رئيس، په کابل کې د اروپايي ټولنې د پراختيايي برخې استازي او په افغانستان کې دکډوالو د پالېسۍ پراختيا لپاره د (ICMPD) نړيوال دفتر رئيس شتون درلود.

په لومړي سرکې ښاغلي وفي الله کاکړ دغه اقدام کډوالو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د دغه وزارت له خوا د غوره خدماتو وړاندې کولو په لاره کې يو مثبت ګام وباله او د برنامې له پيل څخه يې خوښي څرګنده کړه او د برنامې په پلي کولو او د وزارت د کارمندانو ظرفيت لوړولو کې مثبتې پايلې ترلاسه کولو لپاره د دواړو لوريو ترمنځ دهمغږۍ او ګډې همکارۍ په زياتوالي باندې ټينګار وکړ.

سربېره پردې د پناه غوښتونکو مرستيال ددې برنامې پلي کولو لپاره هر اړخيزې ستراتېژۍ جوړولو باندې ټنګار وکړ ويې ويل: په دغه برخه کې به دکډوالۍ نړيوال سازمان سره په ګډه کار وکړي. نوموړي د کډوالو په برخه کې د وزارت او بنسټونو ترمنځ د همغږۍ کچه ښه وبلله او دې پروسې ته پردوام ورکول يې ټينګار وکړ.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړيوال سازمان ( IOM ) رئيس دکډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال او د ورکشاپ ګډونوالو څخه مننه وکړه او د برنامې پلي کولو ملاتړ سربېره يې کډوالو وزارت سره په بېلابېلو برخوکې د همکاريو پردوام ټينګار وکړ.

همدارنګه د اروپايي ټولنې استازي يما عمري د کډوالۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې پردوامداره همکارۍ او علاقمندۍ ټينګار وکړ او د ورته برنامو پلي کولو لپاره يې خپل ملاتړ څرګند کړ. د کډوالو وزارت د ظرفيتونو لوړاوي پروګرام د کډوالۍ نړيوال سازمان او په ځانګړي ډول د رادا پروژې ( د افغان راستنېدونکو بيا يوځای کېدو او پراختيا يي مرستي) دد وزارت لپاره په پام کې نيول شوي.

دغه برنامه د راستنېدونکو د بيايوځای کېدو په برخه کې د رادا پروژې لويه برخه ده چې داروپايي ټولنې خوا تمول شوې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر نظارت لاندې د کډوالۍ نړيوال سامان IOM له خوا پلي کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال ښاغلي اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو له امله د مخې ښې ناسته وکړه

په دې ناسته کې له ښاغلي اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف مشر ډاکټر تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د پاکستان د بریدونو له امله له تازه بېځایه شویو سره د مرستې په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ په یاد وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا متر بولي او د دغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو تعلیمي مرکز موسسې ترمنځ د۴۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به دغه پیسې په بلخ کې ۳۰۰ کورنیو. . .

بېرته خبرونه ته