کندز کې د نړیوالو همکارو موسسو له استازو سره د وزارت د پلاوي ناسته وشوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۴۲
-

کندز ولايت ته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت تللي پلاوي د کندز د مهاجرینو چارو له رييس او له کابل څخه د تللیو او هلته د نړيوالو همکارو موسسو له استازو سره وکتل .

د وزارت د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د سفر د موخو او د ګډو تخنیکي ټیمونو او د داخلي او نړیوالو موسسو او بنسټونو د همکارۍ په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي له کابل ولایت څخه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ ته د داخلي بې ځایه شویو په منظم ډول خپلو سیمو ته د ستنېدو او هغوی ته د لازمو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفترونو د ګډ تخنیکي ټیم رییس ښاغلي ونست وویل: په دې برخه کې ډېر بحثونه په مرکز کې په تفصیل سره شوي او له اړوندو نړیوالو بنسټونو سره لازمه همغږي شوې ده، چې هر دفتر یا کلستر باید د بې ځایه شویو او راستنیدونکو خلکو سره همکاري او رسېدنه وکړي.

د کندز ولايت دمهاجرينو چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي د دغو بنسټونو د همکاريو قدرداني وکړه او په راتلونکي کې يې دهمکاريو او پروژو دزياتوالي غوښتنه څرګندهکړه.

 نوموړي د دغې موضوع په اړه یو څه اړین معلومات هم د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي ښاغلي دوکن خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دوی اداره هم له دې مسئلې پوره خبر ده او له راستنیدنې وروسته به د ژوندانه او دایمي حل لارې پر پروګرامونو کار پیل کړي.

هغه په ​​دې برخه کې د نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله.

ورپسې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو استازو د تېرو همکاریو او په راتلونکي کې د خپلو اړوندو همکاریو په اړه خبرې وکړې او ناسته پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

فراه ولایت مهاجرینو ریاست لپاره نوی رییس معرفي شو

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المومنین د حکم له مخې مولوي عبدالغني احسان په دویم بست کې د فراه ولایت د مهاجرینو رییس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې ولایت مرستیال والي. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۵۸
Background image

فراه کې د درېو پراختیایي پروژو د چارو کتنه وشوه

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال او مل پلاوي د فراه ولایت په مرکز او ګلستان ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو د ودانیو او ۵۵ سرپناوو د چارو کتنه وکړه.
دغه پراختیایي پروژې د ملګرو. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د فراه ولایت د والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فراه ولایت له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د. . .

بېرته خبرونه ته