کابل کې (500) اړمنو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه

کابل (500) اړمنو او کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د بېلابېلو خوراکي موادو مرسته وشوه.
افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د دغه مرستو د وېش پرمهال وويل: زموږ اداره له کلونو راهيسې له هېوادوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي او دغه لړۍ به دوام ولري.
هغه زياته کړه، په ننيو مرستو کې وړه, غوړي، وريجې، بوره، لوبيا او چای شامل دي، چې د يوې کوچنۍ کورنۍ لپاره نږدې يوه مياشت بسنه کوي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: زموږ د هېوادوالو سره په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړيوالو خېريه بنسټونو مرستې ډېر ګټورې دي .
د هغه په وينا, تر دا مهال په زرګونو کورنيو د دا ډول برنامو له لارې خوراکي توکي ترلاسه کړي دي.
هغه زياتوي د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي ټول داخلي بې ځايه شوي مهاجرين خپلو سيمو ته انتقال او اړمنو کورنيو ته مرستې ور ورسوي.