پکتیا، د مهاجرینو ښارګوټي کې روغتیایي کلینیک جوړېږي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۳۴
-
پکتیا مرکز ګردیز، د رباط کلي د راستنو شوو مهاجرینو ښارګوټي کې د ٣٧٥ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت روغتیایي کلینیک جوړېږي، چې د بنسټ ډبره یې نن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه
په یادو مراسمو کې د مهاجرینو چارو سرپرست وویل، په دغه روغتیایي مرکز کې به د راستنو شوو مهاجرینو ترڅنګ د سیمې خلکو ته هم خدمات وړاندې کېږي
ښاغلي حقاني له ولسونو وغوښتل، چې د عام المنفعه پروژو ملاتړ او ساتنه وکړي
نوموړي په ټولو بهرمیشتو افغانانو غږ وکړ، چې د هېواد د بیا رغونې او سوکالۍ لپاره دې هېواد ته راستانه شي
د سیمې خلکو د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل د کلنیک د نشتون له امله دوی له ډېرو ستونزو سره مخ و، چې اوس به یې دغه ستونزې پای ومومي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د کابل په کډوالو ښارګوټي کې نوی مېشتغالی او د قالین اوبدنې یوه کارخونه جوړېږي


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي عبدالرحمن راشد پر مشرۍ، په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر بولي سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیا کې بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش برنامه کې ګډون وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالكبير پکتیا ته د سفر په ترڅ کې، بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل، چې. . .

بېرته خبرونه ته