په کابل کې (500) اړمنو او بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۵ - ۸:۳۹
ــــــــــ

1400کال, تلې، 2۵مه،کابل،افغانستان

په کابل (500) اړمنو او بې ځايه شويو کورنيو سره بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغو مرستو د ويش پر مهال د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: زموږ هېوادوال په اوسنيو شرايطو کې د ټولو داخلي او نړيوالو خېريه بنسټونو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د هغه په وينا, د زيات شمېر موسساتو سره په مسلسله توګه په تماس کې يو او ټولو راسره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

هغه زياته کړه, تر دا مهال مو تر (3) زرو زياتو اړمنو کورنيو او بې ځايه شويو کډوالو سره د خوراکي توکو مرستې کړي او له (16) زره څخه زياتې کورنۍ مو د خېريه بنسټونو په همکارۍ سروی کړي، چې په نزدې راتلونکي کې به هم ورته مرستې ورسېږي.

د جرمني مرستې د افغان ماشومانو لپاره موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب د کابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د مرستو د وېش په برخه کې په مننې سره وويل: د افغان هېواد والو سره زموږ مرستې د کلونو راهېسي دوام لري او دغه لړۍ به د اسلامي امارت سره هم روانه ساتو.

هغه زياته کړه، په دغه مرستو کې وړه، غوړي، وريجې، بوره، لوبيا او چای شامل وو، چې د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ مو نن اړمنو کورنيو ته و ويشلې.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
Background image

د کندهار مهاجرینو ریاست ته د چین له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته وسپارل شوه

د چین هېواد له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ته وسپارل شوه.
په. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
Background image

د مهاجرینو وزارت مسلکي معین کندهار ولایت ته سفر وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د هېواد سویلي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د دې ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس او. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر: الله تعالی دې موږ ته پر اسلامي احکامو د ښه پوهاوي وس راکړي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ماسپښین له لمانځه وروسته د وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: لمونځ یو الهي فریضه ده، چې په ژوند کې له ایمان وروسته. . .

بېرته خبرونه ته