په شل ورځو کې له ۳ زرو زيات افغان مهاجر له ترکيې څخه کابل ته راستانه شول

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۴:۵۵

د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رياست د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شلو ورځو کې د تلې د ۱۹ مې څخه د لړم تر ۲۰ مې نېټې پورې ۳ زره او ۹۰ تنه افغان مهاجرین د هوا له لارې له ترکيې څخه کابل ته ډيپورت شوي دي.
د سرچينې په خبره  د هوا له لارې د ۳ زره او ۹۰ تنو ډيپورت شوو له ډلې ۷ کورنۍ او ۷ ماشومان هم شامل وو، چې ۳ زره او ۸۳ تنو سره يې د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري نغدي مرستې شوې، چې په ټوله کې مرستې ۳۶ ميليونه او ۹۹۶ زره افغانيو ته رسيږي.
سرچينې زياتوي، چې همدارنګه د ياد دفتر له لوري ۱ زرو او ۴۰۲ تنو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي، ۲ زره او ۴۱۶ تنه د لېست له مخې، د وزارت په ډېټابېس کې ثبت شوي او يو شمېر نور، چې  نومونه يې تکراري وو او يا يې لېستونه تر اوسه نه وو را رسېدلي نه دي ثبت شوي.
د مهاجرينو چارو وزارت او د مهاجرت نړۍوال سازمان د ښه راغلاست ګډ دفتر، چې د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې دی، په هېواد کې د نظام په بدلون سره زيانمن شوی و او له فعاليته  لوېدلی و، چې د روان کال د لړم په ۱۹مه بياځلې فعال او د راستنېدونکو د ښه راغلاست له پاه چمتو شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته