په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۸
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.  
ښاغلي سفیر په اېران هېواد کې د افغان مهاجرینو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، په اېران هېواد کې د افغان مهاجرینو د هویت، په یاد هېواد کې د افغان مهاجرینو د آتشو، د مهاجرینو په اړه د اېران له حکومت سره د توافقنامې، پالیسۍ او د مهاجرینو د امارو په اړه ستونزې له ښاغلي  وزیر سره شریکې کړې.
ښاغلي حقاني محترم سفیر او ور سره مل پلاوي ته د یاد شویو ستونزو د حل په برخه کې وویل: په ټول طاقت او توان سره کوښښ کوو چې یادو ستونزو ته رسېدګي وکړو ، موږ هڅه کوو چې د اسلامي امارت لوړ پوړی هیأت د اېران له حکومت سره ناسته وکړي تر څو یادو ستونزو ته د پاي ټکی کېږدو، همدا راز حقاني زیاته کړه موږ غواړو چې افغانان په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو او د اېران له حکومت څخه هم غواړو چې د افغان مهاجرینو اموال ور څخه ضبط نه کړي او له آزار، اذیت او ځورونې څخه یې لاس واخلي.
 همدا راز ښاغلي حقاني د وزارت او په اېران کې د اسلامي امارت سفارت پر همغږۍ او پوره همکارۍ ټینګار وکړ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

بېرته خبرونه ته