په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان رئيس د پناه غوښتونکو مرستيال سره وليدل

په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) رئيس د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ سره د ميزان په ۲۳مه په کډوالو چارو وزارت کې وليدل.
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د کډوالو چارو وزارت د برنامو په لازياتو همکاريو او پرمختتګونو ژمنه وکړه.له بل لوري د پناه غوښتونکو مرستيال او دکډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) رئيس دکډوالو چارو ووزارت او کډوالۍ نړيوال سازمان پروژې وڅېړلې، هغه پرمختګونه يې په ګوته کړل چې لا ډېر پام اوکار ته اړتيا لري.
ښاغلي کاکړ دکډوالو او راستنېدونکو وضعيت ښه کولو کې د برنامو موثريت باندې ټينګار وکړ ويې ويل، ددغې څېړنو موخه د تېرو تجربو څخه زده کړه ده او په دغه پروژه کې به اصلاحات شتون ولري.