پناه غوښتونکو مرسيتالې د ارزگان ولایت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۱:۳۱
عالمه

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرسيتالې ډاکټرې عالمې  د يو پلاوي په مشري د یکشنې په ورځ د لیندۍ د میاشتې ۳ مه نېټه د ارزګان ولایت د ورستیو جګړو له داخلي بیځایه شویو کورنیو اوښتو مالي او ځاني زیانونو ارزونې او لیدنې په موخه  د ارزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید سره لېدنه وکړه.

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناغوښتونکو مرستیالې ډاګټرې عالمې ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه  او د ولسونو او بېځایه شویو په شته اقتصادي او ټولنیز وضعیت يې  رڼا واچوله ويې ويل،  د دې ولایت ولسونه د دوامدارې جګړې له امله د (بېکارۍ ، بېوزلۍ ، بېسوادۍ ) څخه په لوی اکثریت اغېزمن شوي چې د حل لاره ورته پيدا شي.

نوموړی زیاته کړه چې د بېځایه شویو ته لنډمهالی  کمپ جوړل شي چې لدې جملې څخه تر اوسه پورې ۹ زره په شاوخوا کې د جګړې له امله بېځایه شویو کورنیو سره په روان ژمي کې مرستې او يادو کورنیو ته په دې ولایت کې ښارګوټي جوړل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت  د پناغوښتونکو مرستالې  وویل چې د کمپ په جوړولو او بېځایه شویو کورنیو ته د مرستو د وېش او همدارنګه د ښارګوټي  د جوړلو په برخه کې کار کو او نوموړې  د داخلې بېځایه شویو خلکو د کورنو څخه لېدنه و کړه او د هغوی  ستونزې يې  واورېدلې  او هیله  يې و ښوده چې نوموړي ستونزي ژر تر ژره د کډوالو او راستنېدونکو چارووزارت په پلان کې شامل کړي .

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۹:۳۱
Background image

کډوالو وزير د افغان کډ‌والو وضعيت ښه والي په اړه د جاپان سفير سره خبرې وکړې

Bottom of Formد کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې  د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا سره په ايران او پاکستان کې دافغان کډوالو وضعيت ښه والي او له کوربه هېوادونو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

دمعلوليت نړيواله ورځ په کډوالو چارو وزارت کې ونمانځل شوه

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو او کارکوونکو د ليندۍ په ۱۲مه دمعلوليت نړيواله ورځ د يولړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله

په دې مراسمو کې دکډوالو او راستنېدونکوچارو وزير سيد حسين. . .

شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۹:۳۳
Background image

کډ‌والو چارو وزير  د ترکيې له سفير سره د افغان کډوالو وضيعت په اړه خبرې وکړې

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ليندۍ په ۷مه په کډوالو چارو وزارت کې په کابل کې د ترکيې له سفير اوزان ارطغرل سره په هغه هېواد کې دافغان کډوالو وضعيت په اړه خبرې. . .

بېرته خبرونه ته