مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د لوږې پر وړاندې د نړۍوالو مرستو موسسې (WHH) تر منځ د ۸۴۹ زره ۶۴۵ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د هوکړهلیک له مخې به دغه پیسې کابل او بلخ ولایتونو کې ۲ زره ۷۸ راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستو وېش او څښاک اوبو په برخه کې په لګښت رسوي.
