له پاکستاني پلاوي سره د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰/۲۶ جمادی الثاني ۱۴۴۳
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ښاغلي محمد ارسلاح خروټي د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
دغه ناسته، چې د رئیس الوزراء د مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي په مشرئ ترسره شوه، د نورو اړینو موضوعاتو ترڅنګ ښاغلي خروټي په پاکستان کې د میشتو مهاجرینو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وکړې او مهاجرینو ته د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه.
د یاد پلاوي له لورې ډاډ ورکړل شو، چې د مهاجرینو ستونزې به د حل په موخه له اړونده ادارو سره همغږې کړي.