فراه کې ۲۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د فارياب ولايت د شمالګاه غلام صديق او کهدانک محمد سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د وري په ۱۰مه هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، مالګه او بيسکويټو مرسته ووېشل شوه.