د(AWRAD)موسسې سره بېځایه شوو او راستنېدونکوته دلاسرسي په برخه کې نږدې ٧٠٠یورو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۴۶
___________

دغه هوکړه لیک دچنګاښ په لومړۍ نېټه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپالېسۍ او پروګرامو نو دپلي کېدو مرستیال شېرعلم امله وال او اوارد موسسې درییس محمد نعیم نذیری ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک کولو موخه په ټولنه کې د راستنېدونکو ، داخلي بېځايه شووخلکو او زیان منونکو خلکو د دوامداره پرمختګ او بیا یوځای کېدو لپاره د نوښت پروژې پلي کول همکاري او همغږي کول دي چې مجموعي ارزښت یې ٦٩٩زره او٩٩٣یوروکېږي.

ذکر شوې موسسه به دیاد هوکړه لیک له مخې به د ظرفیت لوړولو ، دندې رامینځته کولو ، مرستې (د کور ترمیم ، کرایې او کور وسایل) او دکار په مقابل کې په کابل او ننګرهارکې دپیسو په برخو کې د کډوالو چارو وزارت سره همکاري کوي.

د٧٠٠کورنیو دمعشیتي ژوند دښه والي،دجرمني او ارپایي هېوادونو څخه ٢٠کورنیو ته دسرپناه جوړول،دجرمني څخه ٧٠راستنېدونکو کورنیوته دکور دضرورت وړسامان اوفرنچر،دجرمني څخه ١٨٠تنو ته دکار په مقابل کې پیسې چې دارپایي او ګاونډیو هیېوادونو څخه راستانه شوي دي او همدارنګه دسیمې اوسېدونکي به ددې پروژې داغېزې څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته