د (UNHCR) او (IOM) موسسو له استازو سره ناسته وشوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۸:۵۲
--------
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې (UNHCR) د بیړنۍ سرپناه او غیر غذائي مرستو د همغږۍ مسول "پاتریک موتای" او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د سرپناه او کلستر تخنیکي مسولې "فیونادي هیر" سره ناسته ترسره شوه
دغه ناسته، چې د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شوو رئیس مولوي سردار شېرزاد یې مشري کوله د وزارت څو نورو رئیسانو هم ګډون پکې درلود
په ناسته کې داخلي بې ځایه شوو ته د سرپناه برابرولو او په ولایتونو کې په ځینو ستونزو خبرې وشوې
ښاغلي شیرزاد وویل: اسلامي امارت ژمن دی، چې ټولو خیریه بنسټونو ته د لا ښه خدمت زمینه برابره کړي او ډاډ یې ورکړ، چې په هره برخه کې به همکاري ورسره کوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
Background image

د کندهار مهاجرینو ریاست ته د چین له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته وسپارل شوه

د چین هېواد له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ته وسپارل شوه.
په. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
Background image

د مهاجرینو وزارت مسلکي معین کندهار ولایت ته سفر وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د هېواد سویلي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د دې ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس او. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر: الله تعالی دې موږ ته پر اسلامي احکامو د ښه پوهاوي وس راکړي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ماسپښین له لمانځه وروسته د وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: لمونځ یو الهي فریضه ده، چې په ژوند کې له ایمان وروسته. . .

بېرته خبرونه ته