د (PPA) پروژې سرويرانو ته د دوی د مسؤليتونو په اړه معلومات ورکړل شول

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۵:۵۷
sadam anwari

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې  (۲۵) سرويرانوته د دوی د مسؤليتونو په اړه معلومات ورکړل شول.

دناستې په لومړي سر کې د داخلي بېځايه شوو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان عثماني د يادې پروژې سرويرانو ته وويل: چې د خپل علم او تجربې څخه په استفادې د دندې د قانون سره سم، خپل مسؤليتونه ترسره کړئ او بېځايه شوو، راستنېدونکو او اړمنو کورنيو ته په سمه توګه پاملرنه وکړئ.

 وروسته د پلان او پالېسۍ رئيس مولوي عبدالحق احدي  د پروژې سرويرانو ته د مستحقو او اړمنو کورنيو د کره پېژندنې  په اړه معلومات ورکړل ويې ويل: د ا.ا.ا دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ د پلي کولو هڅې روانې دي  او کره  او رڼې پايلې به يې وړاندې شي.

همدارانګه د وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي مديرګل احمدي  په سيمه  کې د کاري کړنلارې، د سروې،  د معاش په خاطر د مياشتني راپور دوړاندې کولو   او د (PPA) پروژې ارشد مدير انجينير محمد اجمل د پروګرام د پای، دکار د عملي طريقې، مرکز ته د راپور ورکولو او  په ولايتونوکې د وزارت د رياستونو او امريتونو سره د همغږۍ په اړه معلومات ورکړل.

ګمارل شوو سرويرانو دخپلو دندو په ترسره کولو کې د اخلاص، صداقت او ايماندارۍ په اړه ډاډ ورکړ.

د ويلو ده، چې ددې پروګرام د اړتيا لپاره  (۲۵) سرويران د ازادې سيالۍ له لارې کامياب شوي او په پام کې ده، چې د بشري مرستو په موخه  په هرات، کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار کې  د راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنوکورنيو سروې  ترسره شي.

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته